top of page

Язык и понимание

(به یا پوهونه او راپوهونه)

Эхсанулла Памир

Доцент Университета Пактия,

Гардиз, Пактия, Афганистан

ehsanpamir@gmail.com

DOI: 10.52984 / ijomrc1103

Абстрактный:

د ژبې د پېژندنې او تعريف په اړه داسې ویل شوي دي , ژبه د غږېزو سېمبولونو سيستم دی, چې دهغه په واسطه انسانان د يوې ډلې او ديوه کلتور د برخه والو په توګه متقابله پوهونه او راپوهونه سرته رسوي . د ژبې په اړه داسې هم ویل شوي دی: ژبه په واقعیت کې يوه ټولنيزه ، اکتسابي او ثقافي پديده ده ، نه عرعت. دلته ټولنیز په دې مانا چې به په ټولنه کې زده کيږي. هر څوک چې په هره ټولنه کې اوسېږي ، دهمغه ټولنې ژبه زده کوي او د مغه ټولنې د وګړو په ژبه خبرې کوي. اکتسابي په دې مانا ده چې په ټولنه کې کسب کيږي. داسې هم ویلای شو کله چې موږ په ټولنه کې کوم کسب او کار زده کوو همداسې ژبه هم زده کولای شو , په طبعي توګه موږ ته ژبه نه ده رازده شوې , دلته باید یوې باریکۍ ته پاملرنه وکړو, خدای (ج) انسانانو ته د نطق یا خبرو کولو توان او قوت په فطري توګه ورکړی دی , یعني هر انسان چې هغه ګونګ نه وي, معیوب نه وي, ضرور به خبرې کوي, دا خبرې کول فطري دي الله تعالی انسان ته دا توانايي ورکړې , چې وغږيږي او نورو مخلوقاتو ته یې دا توانايي نه ده ورکړې چې خبرې وکړي ، د یوې ژبې زده کړه بله موضوع ده. د ټولنې څخه زده کړه ده, دلته دوې خبرې ضرور دي یو دا چې ژبه کسبي ده او په ټولنه کې زده کيږي او بل دا چې خبرې کول او د خبرو کولو توان فطري دی , الله تعالی دا قوت یوازې انسان ته ورکړی دی , پوهونه راپوهونه یا ژبه بیا په دریو لارو تر سره کیږي , چې یو ډول یې په غږيزه توګه ده, چې خلک یو له بله سره خبرې کوي او پوهونه راپوهونه کوي , دویم ډول یې په لیکني ډول ده, چې یو چاته لیکنه کيږي او په دې ډول پوهونه راپوهونه تر سره کيږي ، دریم ډول یې اشاروي ده ، چې د اشارو او حرکتونو په واسطه انسانان و له بله سروي.

bottom of page